ننګرهار، بلخ او هرات کې پنځه تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

د ننګرهار، بلخ او هرات ولایتونو د امنیه قوماندانیو منسوبینو د یادو ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې پنځه تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له ډلې؛ د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد ښار په شپږمه ناحیه کې دوه نامسووله وسله وال او یو کس په نهمه ناحیه کې د ځمکو د غصب په تړاو نیول شوي دي.
په همدې حال کې؛ د هرات ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې یو کس د قتل او د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې هم یو کس د یو عراده لېږدوونکې واسطې د غلا په تړاو نیول شوي دي.