میدان وردګ ولایت د پولیسو روزنیز مرکز کې د یوه جامع جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۱:۴۸
شسیبش


د بنسټ ډبرې اېښودو په مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت اداري معین ستر پاسوال الحاج  ملا رحمت الله نجیب حاجي، د تعمیراتو ریاست مرستیال مولوي شېر احمد روحاني، د روزنیز مرکز قومندان مولوي محمد نسیم سعید او یو شمېر نورو مسوولینو او منسوبینو ګډون درلود.
دغه جومات د ۲۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د کورنیو چارو وزارت انکشافي بودیجې څخه جوړېږي چې په یوه وخت د ۲۴۰۰۰ لمونځ کوونکو د ځایولو وړتیا لري.