مونږ په هر ډګر کې بریا د سیال کېدو مهم ګام بولو، ستاسې بریا د ټول ملت کامیابي ده.

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۴:۱۱
شسیب

د کورنیو چارو وزیر قدرمن خلیفه سراج الدین حقاني د فوتسال(۱۷ کلنو کم عمره) ملي لوبډلې سره ولیدل.
قدرمن خلیفه صاحب د یادو ځوانانو اتلولي وستایله او دوی ته یې وویل: تاسې د هر افغان استازي یاست، ټول ملت مو په پوره ملي یووالي سره بریا ته د خوښۍ جشنونه نیسي، تاسې افغانستان ته ویاړ راوړی، په همداسې ډاډ دوام ورکړئ، د ټول افغانستان حقیقي استازیتوب وکړئ او منل شوي اسلامي او افغاني ارزښتونه مو په دې ویاړلي استازیتوب کې حفظ کړئ.
خلیفه صاحب یادې لوبډلې، د دوی روزونکو او د المپیک استازو ته د خپل هراړخیز ملاتړ ډاډ ورکړ.
په پای کې د راغلې لوبډلې او پلاوي استازو د خلیفه صاحب له مادي او معنوي ستاینې څخه ډېره خوښي څرګنده کړه او دا یې د راتلونکي لپاره ستر اطمنان وباله چې د داسې مشرانو پام او ملاتړ ورسره دی.