مولوي عبدالمنان محمود د نیمروز ولایت د والي په توګه معرفي شو

moi-af
شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۵:۲۹
asdfaf
هغه مراسم چې په همدې موخه په یاد ولایت کې جوړ شوي وو، شیخ محمد قاسم خالد د نیمروز پخوانی والي، د مرکزي قول اردو قومندان او یو شمېر نورو محلي مسوولینو او منسوبینو پکې شتون درلود. د نیمروز پخواني والي شیخ محمد قاسم خالد په خپلو خبرو کې، تغیر او تبدیل د ښه حکومت دارۍ اصول یاد کړل او د ټولو مسوولینو او منسوبینو څخه یې غوښتنه وکړه چې د نوی والي سره پوره همکاري وکړي او خپل وظایف په ریښتینولۍ سره تر سره کړي. د نیمروز ولایت لپاره نوي ټاکل شوي والي هم په خپلو خبرو کې ډاډ څرګند کړ چې په ټول توان به د خلکو د خدمت لپاره کار وکړي او د سهولتونو په رامنځ ته کولو کې به خپلې هڅې وکړي.