مفتي عبدالمتین قانع نن رسما د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه له لوري د یاد وزارت د نوي ویاند په توګه ور وپېژندل شو.
په همدې موخه ځانګړي مراسمو کې، چې د عامه اړیکو لوی ریاست د غونډو په تالار کې نیول شوي وو، د مقام د دفتر لوی رییس پاسوال مولوي زین الله عابر په ګډون پکې د مقام ستر سلاکار مولوي عبدالرحیم ثاقب، د عامه اړیکو لوی رییس رحمت الله کاکازاده، د پاسپورټ لوی رییس پاسوال مولوي عبدالکریم حسیب او د یاد ریاست کارکوونکو برخه اخیستې وه.
د یادونې وړ ده، چې مفتي عبدالمتین قانع پخوا د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سلاکار او د یاد وزارت د ویاند په توګه دنده ترسره کوله.