لوګر کې ۳۰ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شول

jamil-moi
شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۷ - ۹:۴۸
4

له تېرو دوه میاشتو راپدېخوا د لوګر ولایت پولیسو د مرکز او ولسوالیو پر لویو لارو د ترهګرو طالبانو لخوا څه باندې ۳۰ کړۍ ځای پر ځای شوي ماینونه کشف او له منځه وړي دي.
ترهګرو یادو ماینونه د لوګر مېشتو د مرګ ژوبلې په هدف ځای پر ځای کړي وو؛ چې پولیسو پر وخت کشف او شنډ کړي دي.