لوګر کې له چاودېدونکو توکو یوه ډکه واسطه کشف شوه.

تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت په محمد آغې ولسوالۍ کې له چاودېدونکو توکو یوه ډکه واسطه کشف او له منځه یوړه.
ترهګرو طالبانو یاده واسطه د ترهګریزو فعالیتونو په هدف تیاره کړې وه، چې د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو لخوا د محمد آغې ولسوالۍ په سرخ آب سیمه کې له منځه یوړل شوه.