لوګر کې د ترهګرو طالبانو یو ډلګی مشر ونیول شو.
د لوګر ولایت په محمدآغه ولسوالۍ کې د ترهګرو طالبانو د یوه ډلګي مشر په ګډون دوه شکمن کسان ونیول شول.
تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د ترهګرو طالبانو په وړاندې عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې منصور چې د ترهګرو طالبانو د ۱۵ کسیزې ډلې مشري يې پرغاړه درلوده له دوه نورو شکمنو کسانو سره ونیول شو.