لوګر کې د ترهګرو طالبانو نهه کلیدي غړي ووژل شول

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۲۸ - ۹:۴۱
f

تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د هوايي ځواکونو په ملاتړ د لوګر ولایت د بره کي برک ولسولۍ په "بابري، آهنګران او الف جان" کلیو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د ترهګرو طالبانو نهه کلیدي غړي وژلي دي.
د دې عملیاتو پر مهال د ترهګرو طالبانو د سپکو او درنو جنګي تسلېحاتو سربېره څو میله پیکا یې هم له منځه وړل شوي دي.
د یادونې ده چې د عملیاتو له سیمې د ترهګرو طالبانو درې کړۍ ماینونه هم کشف او شنډ شوي دي.