له پلخمري ښار او دوشي ولسوالۍ ترهګر طالبان په شا تمبول شوي.

rahimzai_moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۵ - ۱۱:۵۲
ل

تېره شپه امنیتي او دفاعي ځواکونو د بغلان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې یو لړ تصفیوي عملیات ترسره کړي.
د عملیاتو په لومړیو کې امنیتي او دفاعي ځواکونو د دوشي ولسوالۍ بېلابېلې سیمې د ډنډغوري، ډنډ شهاب الدین او کیله ګي سیمو په شمول د ترهګرو طالبانو له شتونه په بشپړ ډول پاکې کړې او ترهګرو ته یې درانه تلفات اړولي دي.
همداراز د عملیاتو په لړ کې د پلخمري ښار په زماخېلو او خوګیانیو کلیو او ګاوسوارا سیمه کې د ترهګرو طالبانو پټنځایونه په نښه شوي او ترهګر طالبان په بشپړ ډول د پلخمري ښار له اړوند سیمو په شا تمبول شوي دي.
دا عملیات به په بغلان کې تر بشپړې تصفیې دوام ولري.