لغمان کې ۱۶ ترهګر طالبان ووژل شول

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۱۷ - ۱۲:۱
7

ترهګرو طالبانو تېره ورځ د لغمان ولایت د قره‌يي ولسوالۍ په سرکنډو سیمه کې د کابل – ننګرهار پر لویه لار د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو بریدونه ترسره کړي، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له کلکو ځوابیه بریدونو سره مخ شوي او له کبله یې ۱۶ ترهګر طالبان وژل شوي او د قاري روح الله په ګډون ۶ نور ټپیان دي.
قاري روح الله په ترورېستي فعالیتونو په ځانکړې توګه د کابل – جلال اباد لویې لارې د مسیر په ناامنولو کې کلیدي نقش درلود.