لغمان کې له یوې موټرسایکل بم چاودنې او همدارنګه سرپل کې هم له درېیو ماین چاودنو مخنیوی شوی

hakimi-moi
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۳ - ۱۷:۴۶
1

ملي پولیسو په لغمان ولایت کې له یوې موټرسایکل بم چاودنې او همداراز په سرپل ولایت کې هم له درېیو ماین چاودنو مخنیوی کړی دی.
ترهګرو په یو عراده موټرسایکل کې یو اندازه چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې یوه ترورېستي پېښه سازماندهي کړي، چې په الینګار ولسوالۍ کې کشف او شنډ شوی دی.
همداراز؛ د سرپل ولایت د مرکز په اړوند سیمو کې هم د ترهګرو درې کړۍ ځای پر ځای شوي ماینونه کشف او شنډ شوي دي.
ملي پولیسو د دې ماینونو او چاودېدونکو توکو په کشف او شنډ سره له ګڼو ترورېستي پېښو چې د ملکي مرګ ژوبلې لامل کېدلې، مخنیوی کړی دی.