لغمان کې شپږ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول
![8](/sites/default/files/2021-01/142114878_1922997047838183_8431659188691656461_o.jpg)
د لغمان ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د مرکز مهترلام ښار په اړوند سیمو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې شپږ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د دولتي ځمکو د غصب، د غیرقانوني وسلو د لېږدونې او همدارنګه د کورونو د لوټونې په تور نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو څخه دوه قبضې تومانچې او ځینې غلا شوي وسایل هم ترلاسه شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د دې کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.