لغمان کې د داعش ترهګرې ډلې دوه مهم غړي له یو شمېر وسلو او نظامي تجهیزاتو سره ونیول شول
تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د لغمان ولایت په قرغه يي ولسوالۍ کې یو لړ هدفمند عملیات پر لاره اچولي وو، چې په پایله کې یې د داعش ترهګرې ډلې دوه مهم غړي نیولي دي.
له یادو کسانو څخه پنځه میله وسلې، یو قبضه بم غورځوونکي، درې پایې مخابرې، لاسي بمونه، یوه عراده لېږدوونکې واسطه او د پیکا او کلاشینکوف څه باندې درې زره ګولۍ او یو شمېر نور نظامي تجهیزات د ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د دې عملیاتو په لړ کې دوه نور کسان هم له ترورېستي ډلو سره د همکارۍ په تړاو نیول شوي او همداراز د ترهګرو طالبانو یو کړۍ بشکه يي ماین کشف او له منځه تللی دی.