لغمان ته نوی والي د رسمي مراسمو په ترڅ کې معرفي شو

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۹:۵۲
شسیش

 د لغمان ولایت نوی والي، قاري بختیار معاذ، نن (سه‌شنبه، ۱۴۴۷/۳/۱۶) په یوې رسمي غونډه کې د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري، د پخواني والي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو، د ولایت د بېلابېلو ادارو مسؤلینو او د ولسونو استازو په شتون کې معرفي او په دنده یې پیل وکړ.   په غونډه کې د پخواني والي او نورو چارواکو له لوري د ولسونو خدمت، د مجاهدینو قربانۍ او د ادارو همکاري وستایل شوه.  نوی والي الحاج قاري بختیار معاذ د ولسونو له ملاتړ او همکاریو په اړه خبرې وکړې، د اسلامي نظام د ساتنې، د شته ننګونو د اصلاح او د بیارغونې د پروګرامونو د پیاوړتیا لپاره یې د خلکو د ګډ کار غوښتنه وکړه. نوموړي د ولسونو پر مخ د خپلو دروازو د خلاصېدو ډاډ ورکړ او د علماوو مشورې یې د یاد ولایت د پرمختګ او نظم د ټینګښت لپاره مهمې وبللې.   په غونډه کې د ولایت د ادارو د مسؤلینو د دندو، همغږۍ، امنیتي او اداري چارو په اړه تفصیلي بحثونه وشول او د ولسونو لپاره د خدمت د ښه والي او د نظم ټینګښت په موخه مهمې پرېکړې وشوې.