لسګونه روږدي له بستر او درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول

moi-af
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۱۴:۴۹
شسیبسشیب

د نیمروز ولایت امنیې قومندانۍ له نشه‌یي توکو سره د مبارزې منسوبینو ٩٠ تنه په نشو روږدي کسان د نیمروز ولایت د روږدو په روغتیایي مرکز کې له څو میاشتو بستر او درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
همدارنګه، ۶۴ تنه نور روږدي چې د فراه ولایت د پولیسو له لوري د یاد ولایت په بېلابېلو برخو کې راټول کړې وو، له څو میاشتو بستر او درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول.