فراه کې شپږ ترهګر طالبان وژل شوي.

moi-af
دوشنبه ۱۳۹۸/۲/۲۳ - ۱۱:۵۶
تېره شپه د فراه ولایت د پشترود ولسوالۍ په پل ریګي او ماده ګان کلیو کې د ملي پولیسو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته کې شپږ ترهګر طالبان وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي. د پېښې له ځایه پولیسو دوه کړۍ ماینونه چې ترهګرو د ترهګریزو پېښو د ترسراوي په موخه ځای پر ځای کړي وو، کشف او شنډ کړل. په یاده نښته کې درې پولیس ټپیان شوي او ملکي خلکو ته کوم زیان ندی اوښتی.