فراه کې د وسله والو حرفوي غلو یوه ډله ونیول شوه
د فراه ولایت پولیسو د فراه ښار په اړوند سیمو کې د دوه بېلو اوپراتیفي عملیاتو په پایله کې د حرفوي غلو شپږ کسیزه ډله چې په ګڼو جرمي قضیو په ځانګړې توګه وسله والو غلاو کې یې لاس درلود، نیولې ده.
یادې ډلې له څه مودې راهیسې د فراه ښار په اړوند سیمو کې له نظامي یونیفورم څخه په ګټې اخیستنې سره په بېلابېلو جرمي قضیو په تېره بیا وسله والو غلاو کې فعاله ونډه درلوده.
له دې کسانو څخه څلور عرادې موټرسایکلونه او یو اندازه نظامي تجهیزات هم ترلاسه شوي دي.
د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.