فراه کې د ترهګرو طالبانو د یوه ډلمشر په ګډون اته ترهګر طالبان ووژل شول

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۱۹ - ۱۰:۹
8

امنیتي او دفاعي ځواکونو د فراه ولایت د پشت کوه ولسوالۍ په "ملا لالو" کلي کې یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي.
د دې عملیاتو په پایله کې د ترهګرو طالبانو د یوه ډلمشر په ګډون اته نور ترهګر طالبان وژل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې پدې عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو ته کوم زیان ندی اوښتی.