فراه کې اوه ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
امنیتي او دفاعي ځواکونو د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې د ترهګرۍ ضد یو لړ ګډ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې درې ترهګر طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
همداراز ترهګرو د دې ولسوالۍ د ځایي اوسېدونکو د نښه کولو په موخه نهه کړۍ ماینونه ځای پر ځای کړي وو، چې هدف ته له رسېدو مخکې کشف او شنډ شول.