فراه او غور کې اته ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

rahimzai_moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۴ - ۱۰:۱۳
ب

تېره ورځ د فراه ولایت د انار درې ولسوالۍ په ګرکګ کلي کې د ملي پولیسو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته کې یو ترهګر طالب وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
همداراز د دې نښتې په لړ کې د ترهګرو طالبانو یو عراده نقلیه واسطه هم د پولیسو لاسته ورغلې ده.
د یو بل خبر له مخې؛ تېره شپه د غور ولایت د امنیه قومندانۍ پولیس د پسابند ولسوالۍ په "آبک و جنګجای" سیمه کې له ترهګرو طالبانو سره نښتي، چې په پایله کې يې دوه ترهګر طالب وژل شوی او درې نور ټپيان شوي دي.