فراه، هرات، تخار او هلمند کې نهه تنه وسله وال غله نیول شوي.
د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د دوو بېلو عملیاتو په ترڅ کې درې تنه د وسایطو د غلا په تور نیولي.
یاد غله د فراه ولایت د دویمې ناحیې له اړوند سیمو له دوه عراده موټر سایکلونو سره نیول شوي دي.
همداراز د تخار ولایت د رستاق ولسوالۍ له اړوند سیمو هم درې تنه نامسووله وسله وال له دوه میله کلاشینکوفونو سره نیول شوي.
له دې سره د هرات ولایت په کرخ ولسوالۍ کې درې تنه د ۴۹ ژوو د غلا په تور نیول شوي دي.
او د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار د لومړۍ حوزې پولیسو یو عراده غلا شوی موټر سایکل نیولی او خاوند ته یې سپارلی دی.