فاریاب کې ۳۳ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

jamil-moi
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۴ - ۲۲:۵۷
6

تېره ورځ د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د فاریاب ولایت په شرین تګاب ولسوالۍ کې د ترهګرو طالبانو د بریدونو پر وړاندې غبرګون ښودلی، چې په ترڅ کې یې ۲۵ ترهګر طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.
یادو ترهګرو غوښتل چې پر شرین تګاب ولسوالۍ برید وکړي، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري شنډ شو.