فاریاب کې ۲۷ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
تېره شپه د فاریاب ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ په مرکز کې ترهګرو طالبانو پر امنیتي پوستو بریدګر خوځښتونه ترسره کړي، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له کلک ځوابي غبرګون سره مخ شوي دي.
د امنیتي او دفاعي ځواکونو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته کې اته ترهګر طالبان وژل شوي او نهه نور ټپیان دي.
همداراز د فاریاب ولایت د قرمقول ولسوالۍ په مرکز کې د امنیتي ځواکونو او ترهګرو طالبانو ترمنځ د یوې بلې نښتې په ترڅ کې اوه ترهګر طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
د یادو نښتو په لړ کې دوه امنیتي ځواکونه هم ټپیان دي.