فاریاب کې پینځه تنه د نشه يي توکو د پلور په تړاو ونیول شول

hakimi-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۳/۲۸ - ۱۳:۴۹
1

د فاریاب ولایت د امنیه قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د مرکز میمنې ښار په بېلابېلو ناحیو کې د نشه يي توکو ضد څو جلا عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې پینځه تنه د نشه يي توکو د پلور په تړاو نیولي دي.
له یادو کسانو څخه یو اندازه "ښيښه، هیرویین او نشه کوونکي کا تابلېت" هم ترلاسه شوي دي.
د دې کسانو نسبتي دوسیې به تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته وسپارل شي.