فاریاب او سمنګان کې درې تنه د وژنې او غلا په تړاو ونیول شول

moi-af
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۴ - ۱۱:۱
6

پولیسو په فاریاب او سمنګان ولایتونو کې درې تنه د وژنې او وسله والو غلاوو په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه فاریاب کې یو کس د وژنې او بل کس د غلا او همداراز سمنګان کې یو کس د وسله والو غلاوو په تړاو نیول شوي دي.
د دې کسانو نسبتي دوسیې د لا زیاتو څېړنو لپاره اړونده بنسټونو ته سپارل شوې دي.