غور کې د ترهګرو طالبانو د یوه قوماندان په شمول د یادې ډلې ګڼ غړي ووژل شول
ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د غور - کابل د لویې لارې پر مسیر یو لړ ترورېستي ضد عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د طالبانو د یوه محلي قوماندان محمدجان په شمول چې پر یاده لار د ترهګرو د اخاذیو مسوول و، د دې ډلې ګڼ نور غړي وژل شوي دي.
په دې عملیاتو کې د غور - کابل د لویې لارې پر مسیر څو پراته کلي د ترهګرو طالبانو له شتونه پاک شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د غور - کابل لویې لارې پر مسیر د ترهګرو طالبانو ۹ کړۍ ماینونه چې د ترورېستي پېښو په پار ځای پر ځای شوي وو، کشف او شنډ شوي دي.