شپږو ولایتونو کې پولیسو شل تنه د جنایي جرمونو په تړاو نیولي دي

د کورنیو چارو وزارت جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې په شپږو ولایتونو کې د غلا، سړي تښتونې، ناقانونه وسلې ګرځولو او قمار په تړاو شل تنه نیولي او عدلي او قضایي بنسټونو ته سپارلي دي.
له نیول شویو کسانو، اووه تنه په فاریاب، پنځه تنه په جوزجان، درې تنه په سمنګان، درې تنه په ننګرهار او دوه تنه نور په هرات او غزني ولایتونو کې نیول شوي دي.