شهید سید ابرار سادات ته د "مل‌پاسوالۍ" رتبه ورکړل شوه

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۰ - ۱۰:۲۸
6

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالصبور قانع تېره ورځ د دوهم ځل له پاره د کابل ښار د بره‌کي پېښې د قربانیانو له کورنیو او د شهید سید ابرار سادات له زوی سره وکتل او له دوی سره یې خواخوږي وکړه.
ښاغلي قانع د پولیسو د شهیدانو کورنیو ته یو ځل بیا څرګنده کړه، چې د کورنیو چارو وزارت مشرتابه د دوی ستونزو ته پر رسېدنې او خواخوږۍ ژمنه ده.
همداراز؛ ستر امنیتي معین د شهید سید ابرار سادات له کورنۍ سره د کتنې په ترڅ کې وویل، چې د کورنیو چارو وزارت مشرتابه نوموړي شهید ته د مل پاسوالۍ د رتبې په پار جمهوري ریاست ته وړاندیز کړی و، چې اوس یې ولسمشر رتبه منظور کړې او د شهید سید ابرار سادات کورنۍ ته یې ورکړه.