سمنګان کې له ۱۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۸ - ۱۰:۳۷
werqwer

د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د فرمان په اساس د سمنګان امنیه قومندانۍ د نشه یي توکو سره د مبارزې مدیریت له ۱۰۰ هغو اړمنو او ناچارو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه چې د همدې قومندانۍ د یوې کمېټې په وسیله اړمن پيژندل شوي وو.

په مرستو کې، اوړه، غوړي، وريژي او نور خوراکي توکي شامل وو چې د ځايي مسؤلینو له لورې په یادو کورنیو وویشل شوې.