سرپل کې ۳۴ ترهګر طالبان وژل شوي او اسیر دي

hakimi-moi
شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۹ - ۱۷:۵

تېره ورځ ملي امنیتي ځواکونو د ولسي پاڅون په ملاتړ د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ په هوش کلي کې د ترهګرو طالبانو د بریدونو پر وړاندې ځوابیه غبرګون ښودلی، چې په ترڅ کې یې ۱۱ ترهګر طالبان وژل شوي او ۲۳ نور اسیر شوي دي.
د یادونې وړ ده چې په دې عملیاتو کې هوش او قم‌کوتل کلي د ترهګرو طالبانو له شتونه پاک شوي دي.