سرپل کې ۱۷ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
 
              امنیتي او دفاعي ځواکونو د سرپل ولایت په صیاد ولسوالۍ کې یو لړ عملیات پر لاره اچولي، چې په ترڅ کې يې ۱۰ ترهګر طالبان وژل شوي دي.
دا عملیات چې د "بلند غور کنه" په کلي کې ترسره شوي، د ترهګرو طالبانو د دوه ډلمشرانو په ګډون اوه ترهګر طالبان ټپيان شوي او پنځه عرادې موټرسایکلونه یې له منځه تللي دي.
یاده سیمه د ترهګرو طالبانو له شتونه پاکه شوې او په لړ کې يې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی.