سرپل کې د پولیسو د شهیدانو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

jamil-moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۴ - ۸:۵۶
7

تېره ورځ د سرپل ولایت د امنیه قومندانۍ مشرتابه په دې ولایت کې د ملي پولیسو د شهیدانو څه باندې ۱۰۰ کورنیو ته غنم وېشلي دي.
دا مرستې د ملي پولیسو د شهیدانو د کورنیو ستونزو ته د رسیدګۍ او همداراز د دوی د سرتېرو بچیانو سرښندنو ته د درناوي په هدف چې د خلکو د مال او ځان د ساتنې په برخه کې یې د خپل سر په بیه قرباني ورکړې؛ شوې دي.
د ملي پولیسو د شهیدانو کورنیو ته به د خوراکي توکو مرسته د ټول هېواد په کچه دوام ولري او تر اوسه په بېلابېلو ولایتونو کې دا مرستې ترسره شوې دي.