سرپل امنیه قومندانۍ منسوبینو ته د ۱۰۰ عرادو موټرسایکلونو د وېش لړۍ پیل شوه

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۱:۳۳
sfdaasfd

د یاد ولایت پولیس به وروسته له دې وکولای شي چې د ولس امنیت لا خوندي کړي او د وېشل شویو موټر سایکلونو څخه به د پولیسو په ګزمو، احتمالي پېښو ته د ژر رسېدو او د ولس ستونزو ته پر وخت رسېدو په برخه کې کار واخیستل شي.
د سرپل امنیه قومندان مولوي عبدالبصیر مظهري د کورنیو چارو وزارت رهبرۍ له پاملرنې مننه وکړه او وویل چې له دې وسایطو څخه به د اصولو مطابق د خلکو د خدمت او عامه نظم په ټینګښت کې کار واخیستل شي.