سرحدي ځواکونو د جعلي اسنادو په تړاو لسګونه کسان نیولي او د سرو زرو، قیمتي ډبرو، نغدو پیسو او ومانو د قاچاق مخه یې ونیوله
د کورنیو چارو وزارت د سرحدي شرطې ځواکونو د کابل، کندهار او بلخ ولایتونو په هوايي ډګرونو او همدارنګه د اسلامکلا او تورخم په بندرونو کې لسګونه کسان د جعلي اسنادو د کارونې او نورو جرمونو په تړاو نیولي دي. نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
همدارنګه، سرحدي ځواکونو د کابل په هوايي ډګر کې له ۵۸۵ ګرامو څخه ډېر سره زر، نږدې ۱۱ کیلوګرامه زمرد او فیروزه، د اسلامکلا په بندر کې ۳ میلیارده او ۱۹ میلیونه ایراني تومان، او د کندهار په هوايي ډګر کې ۳۰ کیلوګرامه ومان کشف او ضبط کړي، چې د قاچاق هڅه یې کېدله.