زابل کې د ترهګرو طالبانو مخکښ غړی قاري قاصد له شپږو نورو ترهګرو سره ووژل شو

hakimi-moi
دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۴ - ۱۶:۵۱
1

زابل ولایت کې د ترهګرو طالبانو د بریدونو پر وړاندې د پولیسو په ځوابیه برید کې د طالبانو مخکښ ډلمشر قاري قاصد له شپږو ترهګرو سره وژل شوی دی.
یادو ترهګرو غوښتل چې د زابل ولایت د لویې لارې پر مسیر د امنیتي ځواکونو په یوه کنډک برید وکړي، چې هدف ته له رسېدو مخکې د پولیسو له غبرګون سره مخ شوي او په پایله کې یې قاري قاصد او جنګیالي یې وژل شوي دي.
په دې نښته کې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.