د ۱۳۹۸ ولسمشرۍ ټاکنو د امنیتي پلان جوړونې کميټې وروستۍ غونډه جوړه شوه.
نن کورنیو چارو وزارت کې د ۱۳۹۸ ولسمشرۍ ټاکنو د امنیتي پلان جوړونې کمیټې وروستۍ غونډه جوړه کړې وه، چې د راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو تر پایه یې د امنیتي پلان په اړه تبادل نظر وکړ او د لا زیاتې همغږۍ خبر یې ورکړ.
د کورنیو چارو وزارت د پلان او اوپراسیون رییس مل پاسوال عبدالمقیم عبدالرحیمزي چې د دې کمیټې مشري کوله، ویې ویل، چې د ۱۳۹۸ ولسمشرۍ ټاکنو د پلان جوړونې کمیټې کار یوه لویه لاسته راوړنه او د ستاینې وړ دی او له تېرو اتو میاشتو په دې کمیټه کې بېلابېلو بنسټونو د ټاکنو د امنیت ساتنې په تړاو ګډ کار کړی دی.
عبدالمقیم عبدالرحیمزي د دې کمیټې د ګډ کار ترڅنګ زیاته کړه، چې دا کمیټه به له دې وروسته هم د ولسمشریزو ټاکنو تر وروستیو پایلو په ګډه کار کوي.
ښاغلي عبدالرحیمزي د هېواد په کچه له امنیت ساتنې ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې په ټول هېواد کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیات د نا امنه سیمو د امن کولو په هدف جریان لري.
دا کمیټه د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو، د حج او اوقافو او ښځو چارو وزارتونو، د ملي امنیت له ریاست، د ټاکنو له خپلواک کمېسیون، ټاکنیزو شکایتونو ته د رسیدګۍ له کمېسیون او د سیمه ییزو ارګانونو د بنسټونو له استازو جوړه شوې چې د راتلوونکو ولسمشرۍ ټاکنو د امنیت جوړونې پلان دنده پر غاړه لري.