د کورنیو چارو وزارت مشرتابه پلاوي د لوی اختر په لومړۍ ورځ د پولیسو له بېلابېلو قطعاتو څخه لیدنه وکړه

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۹ - ۱۴:۳۸
6

د کورنیو چارو وزارت تامیناتي معین ریاض درمل د پولیسو عامه امن ریاست پرسونل د امنیتي تدابیرو، لومړۍ درجه احضاراتو او پرسونل څخه د لیدنې پرمهال لومړی د عامه امن ریاست ټول پرسونل ته د نیکمرغه لوی اختر مبارکي وویله ویې ویل:"دا اختر ستاسې د اتلانو په نوم دی او ډېر خوښ یم چې تاسې اتلانو د خپلو درنو مسوولیتونو له مخې د خپلو خلکو د خوندي امنیت په موخه نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي او د خلکو لپاره مو د ډاډمن امنیت زمینه برابره کړې."
دغه راز د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معینیت لومړي مرستیال، په داسې حال کې چې د کورنیو چارو وزارت د پلټنې عمومي رئیس او د ستر امنیتي معینیت د دفتر عمومي رئیس یې هم ملتیا کوله د نړیوالو تاسیساتو ریاست، د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر، د اور وژنې او طبعي پېښو سره د مبارزې ریاست او د پولیسو ځانګړو قطعاتو ریاست د ۲۲۲ مې قطعې له پرسونل څخه لیدنه وکړه او د یادو قطعاتو پرسونل له لوړمرال او انګیزې ستاینه یې وکړه.
دوئ وویل، لکه څرنګه چې دا اختر د سرباز اختر په نوم نومول شوی نو د کورنیو چارو وزارت مشرتابه، تاسې ټولو اتلانو ته د دغه نیکمرغه لوی اختر مبارکي وايي او ستاسې له اتلولیو او مېړنو ستاینه کوي.
له یادو قطعاتو څخه د لیدنې پرمهال د کورنیو چارو وزارت امنیتي معینیت لومړي مرستیال او ورسره پلاوي لومړی ټول پرسونل ته د نیکمرغه لوی اختر مبارکي وویله او یو شمېر هغه سرتېرو ته چې په دندو کې یې ځانه وړتیاوې ښودلې وې په نغدي پیسو او ستاینلیکونو ونازول.