د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال د قطر دولت د سفارت له شارژدافیر سره وکتل

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۱۱:۳۷
asdfas


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري نن په کابل کې د قطر دولت د سفارت له شارژدافیر ښاغلي ډاکټر مُردِف القاشوطي سره وکتل.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او قطر تر منځ د دوه‌اړخیزو اړیکو، د سیمه‌ییزو  امنیتي حالاتو، همداراز د ګډو همکاریو پر پراخېدو خبرې وکړې.

لومړي مرستیال د قطر له دولت څخه د افغانستان د خلکو سره په بېلابېلو برخو کې د شویو همکاریو مننه وکړه، او هیله یې څرګنده کړه چې دغه همکاری به لا پراخې شي.

ښاغلي القاشوطي هم د افغانستان د ثبات او امنیت لپاره د خپل هېواد ملاتړ یو ځل بیا څرګند کړ او زیاته یې کړه چې قطر چمتو دی له افغان لوري نورو اړوندو برخو کې همکاري وکړي.