د کورنیو چارو وزارت له لوري په ګلدرې ولسوالۍ کې اصلاحي سیمینار جوړ شو
د کورنیو چارو وزارت د عامه اړیکو لوی ریاست اړوند، د ولسي پولیسو ریاست له لوري د کابل ولایت د ګلدرې ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ په تالار کې یو ورځنی علمي او اصلاحي سیمینار جوړ شو.
په دغه سیمینار کې د کابل ولایت د امنیې قوماندانۍ د دعوت او ارشاد مرستیال، سمونمل ملا یار محمد احمدي، د ګلدرې ولسوالۍ منسوبینو او پولیسو ته د وینا پر مهال وویل:
«پولیس مکلف دي چې له عامو خلکو او حتی له مجرمینو سره هم ښه چلند او نېکه رویه ولري، ځکه دا د عدالت د ټینګښت مهم اصل دی.»
ورپسې د کورنیو چارو وزارت د مقام دفتر استازي، مولوي محمد قاسم ابراهیمي، وویل:
«موږ او تاسې د الله تعالی په یوه ستر امتحان کې یو؛ نو باید زموږ هڅه دا وي چې په دې ازموینه کې بریالي شو. د بریا لار د اسلامي شریعت پلي کول او خلکو ته په اخلاص خدمت کول دي.»
همدارنګه د ګلدرې ولسوالۍ مرستیال، مولوي اختر محمد قانت، د دې ډول علمي او اصلاحي سیمینارونو جوړول ګټور وبلل او له پولیسو یې وغوښتل چې له ولس سره ښه رویه، نېک چلند او د اسلامي اخلاقو له مخې تعامل وکړي.