د کورنیو چارو وزارت سرپرست په کابل کې د ایران سفیر سره وکتل
د کورنیو چارو سرپرست وزیر محترم خلیفه سراج الدین حقاني کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفیر علیرضا بیکدلي سره وکتل.
په دې لیدنه کې قدرمن خلیفه صاحب د ایران نوي سفیر ته ښه راغلاست وویل او هیله یې څرګنده کړه د دوو هېوادونو د اړیکو په لاپیاوړتیا کې چې ښه ګاونډي دي، تاریخي او کلتوري مشترکات لري، مثبت او ګټور نقش ولوبوي.
ښاغلي بېکدلي وویل چې موږ مسلمان او ګاونډي ملکونه یو، دواړه هېوادونه اسلامي نظامونه لري چې په طبېعي ډول مو تر منځ اړیکې نږدې دي او دا مشترکات د دواړو هېوادونو د قوت سبب ګرځي.