د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر، خلیفه سراج الدین حقاني، نن په کابل کې د سعودي عربستان د سفیر، ښاغلي فیصل طلق البقمي سره تعارفي ناسته وکړه.

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۱۲:۵۶
زژيژةيژ

قدرمن خلیفه صاحب ښاغلي فیصل طلق البقمي ته د ښه راغلاست تر څنګ په چارو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه او د دوو هېوادونو تر منځ یې د ژورو اسلامي او تاریخي اړیکو پر اهمیت خبرې وکړې. 
د سعودي عربستان سفیر، افغان حکومت سره د اړیکو د لا پراختیا ژمنه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو اسلامي او کلتوري ارزښتونو پر بنسټ د همکارۍ پر دوام یې تاکید وکړ.