د کورنیو چارو وزارت سرپرست د سعودي عربستان شاهي هېواد له سفیر سره وکتل

jamil-moi
پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۴ - ۱۸:۹
h

د کورنیو چارو سرپرست وزیر جنرال عبدالستار میرزکوال نن د سعودي عربستان شاهي هېواد له سفیر سره وکتل. 
جنرال عبدالستار میرزکوال د علماوو په ځانګړې توګه د حرمین الشریفین امام له دریځ څخه چې د افغانستان د خلکو پر وړاندې یې د ترهګرو طالبانو جګړه ناروا بللې، د سعودي عربستان له دولت او خلکو یې مننه وکړه. 
د کورنیو چارو وزارت سرپرست یادونه وکړه چې د افغانستان دولت تل د اسلام مبین دین د احکامو په رڼا کې طالبان سولې او پخلاینې ته را بللي؛ خو طالبانو بیا د افغانستان د خلکو دې داعیې ته د ترورېستي بریدونو په وسیله ځواب ورکړی دی. 
په همدې حال کې؛ د سعودي عربستان شاهي هېواد سفیر د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سره د دې کتنې په ترڅ کې د سولې له روانې پروسې څخه د عربستان دولت د ملاتړ ډاډ ورکړ او د افغانستان د خلکو او دولت تر منځ یې د نېکو اړیکو د پراختیا او تقویت په برخه کې د هڅو ملاتړ وکړ.