د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین د میدان وردګو ولایت له والي او یو شمېر دولتي مسوولینو سره په یاد ولایت کې د امنیتي حالاتو د بهبود په موخه وکتل.
په دغه کتنه کې چې د میدان وردګو ولایت والي سربېره د یاد ولایت امنیه قوماندان، د ملي امینت رئیس، د ملي اردو څلورمې لوا قوماندان هم برخه لرله لومړی د میدان وردګو والي، امنیه قوماندان، ملي امنیت رئیس او د ملي اردو د هماهنګۍ مسوول د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین ته په یاد ولایت کې د امنیتي ځواکونو ترمنځ د هماهنګۍ او د امنیتي ځواکونو سره د خلکو د همکارۍ په اړه معالومات ورکړل شول.
د میدان وردګو والي له افغان ملي پولیسو سره د خلکو د همکارۍ او په ټوله کې د ټولو ملي امنیتي ځواکونو ترمنځ د همغږۍ په اړه وویل، ټول میدان میشتي ولسونه د خپلو ملي امنیتي ځواکونو په ځانګړې توګه د هېواد ملي پولیسو سره پوره همکار او همغږي دي او هیله مند یو چې د خلکو د لا زیاتو همکاریو په موخه اړونده ځواکونه لا کار وکړي څو په یاد ولایت کې دښمن لا نورو سختو ماتو سره مخ شي.
وروسته د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین ستر پاسوال اختر محمد ابراهیمي په امنیتي چارو کې د قومونو او ولسونو رول ترهرڅه اړین وباله زیاته یې کړه،"موږ د خپلو کاري برنامو او پلانونو له مخې غواړو ترهرڅه لومړی له نورو امنیتي ارګانونو سره کلکه همغږي رامنځته او ټینګه کړو او دښمن ته تل غاښ ماتوونکی ځوابونه ورکړو."
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین په ټينګار سره وویل، موږ به په راتلوونکو کې د امنیتي ارګانونو ترمنځ د کلکې او کاري همغږۍ په لرلو سره د هېواد په ټولو ولایتونو کې د خوندي امنیت ټینګښت په موخه پراخ عملیاتونه او ډول ډول پلانونه په لاره واچوو څو په ټولو ولایتونو کې د خوندي امنیت ټینګښت په موخه لا نور مثبت او د پام وړ ګامونه پورته کړو.