د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین د شهید سید ابرار سادات له کورنۍ سره خواخوږي وکړه او دوی ته یې د مالي او معنوي ملاتړ ډاډ ورکړ

jamil-moi
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۴ - ۱۵:۴۴
6

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالصبور قانع نن له غرمې مخکې د کورنیو چارو وزارت د ښوونې ریاست د مرستیال سمونوال سید ابرار سادات استوګنځي ته ورغلی او د شهید سادات له کورنۍ سره یې د غم شریکۍ سربېره ډاډ ورکړ، چې کورنیو چارو وزارت به د نوموړي شهید له کورنۍ مالي او معنوي ملاتړ وکړي.
د کورنیو چارو وزارت مشرتابه د جمهوري ریاست ستر مقام ته د شهید سمونوال سید ابرار سادات په پار د "مل‌پاسوالۍ" د فوق‌العاده رتبې وړاندیز هم کړی، چې تر منظورۍ وروسته به د شهید افسر کورنۍ ته ورکړل شي.
تېره ورځ مازدیګر مهال د کابل ښار په بره‌کي سیمه کې د یوه ماین د چاودنې له امله د یوه ماشوم او درې پولیسو منسوبینو په ګډون څلور تنه شهیدان شوي او همدارنګه د دوه نورو ماشومانو او دوه ښځو په ګډون ځینې نور کسان ټپيان شوي دي.