د کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې معین د ملګرو ملتونو له استازي سره د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
د کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې معین، الحاج شیخ عبدالرحمن منیر، د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو دفتر له رئیس «پوليک اوک سیري» سره وکتل. په دې لیدنه کې د یاد دفتر رئیس د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت لاسته راوړنې وستایلې او د سکنرونو د برابرولو په برخه کې یې د خپل سازمان د همکارۍ ډاډ ورکړ. هغه همداراز د کریک سازمان په غونډه کې د افغان پلاوي د سفر پایلې مثبتې وبللې او زیاته یې کړه چې هڅې روانې دي څو افغانستان په دغه سازمان کې د ناظر په توګه ونډه ولري.
ورپسې د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې معین وویل، نړیواله ټولنه دې د نشهیي توکو ضد مبارزې په برخه کې د افغانستان لاسته راوړنې په نظر کې ونیسي او پر همدې بنسټ دې خپلې مرستې زیاتې کړي. نوموړي د سرحدونو د لا ښه کنټرول لپاره د مجهزو سکنرونو د برابرولو غوښتنه وکړه او څرګنده یې کړه چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په همکارۍ په دې برخه کې مهم پرمختګونه شوي دي.
هغه زیاته کړه چې د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو په ولایتونو کې د نشهیي توکو د له منځه وړلو، عامه پوهاوي او د قانون د تطبیق په برخو کې اغېزمن اقدامات کړي دي. د غونډې په پای کې دواړو لورو د لا ښې همغږۍ او دوامدارې همکارۍ ژمنه وکړه.*د کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې معین د ملګرو ملتونو له استازي سره د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې*
د کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې معین، الحاج شیخ عبدالرحمن منیر، د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو دفتر له رئیس «پوليک اوک سیري» سره وکتل. په دې لیدنه کې د یاد دفتر رئیس د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت لاسته راوړنې وستایلې او د سکنرونو د برابرولو په برخه کې یې د خپل سازمان د همکارۍ ډاډ ورکړ. هغه همداراز د کریک سازمان په غونډه کې د افغان پلاوي د سفر پایلې مثبتې وبللې او زیاته یې کړه چې هڅې روانې دي څو افغانستان په دغه سازمان کې د ناظر په توګه ونډه ولري.
ورپسې د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې معین وویل، نړیواله ټولنه دې د نشهیي توکو ضد مبارزې په برخه کې د افغانستان لاسته راوړنې په نظر کې ونیسي او پر همدې بنسټ دې خپلې مرستې زیاتې کړي. نوموړي د سرحدونو د لا ښه کنټرول لپاره د مجهزو سکنرونو د برابرولو غوښتنه وکړه او څرګنده یې کړه چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په همکارۍ په دې برخه کې مهم پرمختګونه شوي دي.
هغه زیاته کړه چې د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو په ولایتونو کې د نشهیي توکو د له منځه وړلو، عامه پوهاوي او د قانون د تطبیق په برخو کې اغېزمن اقدامات کړي دي. د غونډې په پای کې دواړو لورو د لا ښې همغږۍ او دوامدارې همکارۍ ژمنه وکړه.