د کورنیو چارو وزارت د عامه اړیکو لوی رییس او ویاند پکتیا ته رسمي سفر وکړ

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۴:۳۷
asdfsaf

​د کورنیو چارو وزارت د عامه اړیکو لوی رییس، الحاج مولوي عبدالحکیم همت اخندزاده، او د وزارت ویاند، مفتي عبدالمتین قانع، پکتیا ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي، مرستیال والي او امنیه قومندان سره د جلا لیدنو ترڅنګ، د سیمه ییزو رسنیو له مسوولینو او خبریالانو سره ګډه غونډه وکړه. په دې ناسته کې یادو مسوولینو د ملي یووالي، هېوادني ثبات او اسلامي ارزښتونو په پیاوړتیا کې د رسنیو پر صادقانه رول ټینګار وکړ او له هغوی یې وغوښتل چې د واقعیتونو او مثبتو پرمختګونو په سم انعکاس سره د ټولنې د هیلو په ژوندي ساتلو کې برخه واخلي؛ په پای کې د رسنیو د مسوولینو د نظرونو له اورېدو وروسته، د وزارت چارواکو له هغوی سره د هر اړخیزې همغږۍ او د مسلکي فعالیتونو د ملاتړ ډاډ ورکړ.