د کورنیو چارو وزارت د تامیناتي چارو معین مولوي عبدالله مختار ولایتونو ته د رسمي سفرونو په لړ کې بدخشان ولایت ته ورسېد.

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۵:۱۹
شسیبشسب

ښاغلي مختار بدخشان ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له مرستیال والي الحاج قاري محمد طیب، امنیه قومندان الحاج ملا نیک محمد ملنګ د ولایت مقام اداري مسؤلینو د ولسوالیو امنیه قوماندانانو او د حوزو له امرینو سره وکتل.

په یاده لیدنه کې د تامیناتي چارو معین د غونډې ګډونوالو ته د بیت المال او نظام پر وړاندې د ژمنتیا په تړاو مهم ټکي وړاندې کړل. نوموړي د تامیناتي چارو معینیت او سیمه‌ییزو مسؤلینو ترمنځ همغږي او همکاري د کاري پرمختګ لپاره مهمه وبلله او له مسؤلینو یې وغوښتل چې له خپلو مسؤلیتونو سره لا زیاته ژمنتیا وښيي. 

د بدخشان امنیه قوماندان د ولایت د تامیناتي ستونزو تر څنګ، د معین صاحب سفر د تامیناتي چارو د پیاوړتیا په لور یو مثبت ګام وباله.