د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال ژوند لیک

د کورنیو چارو وزارت کفیل او اداري مرستیال ستر پاسوال مولوي نور جلال جلالي د مرحوم ګل جان شينواري زوی او د مرحوم حبیب جان شینواري لمسی دی. نوموړی په ۱۳۴۸ لمریز کال په یوه متدینه او جهاد پروره کورنۍ کې د کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ په لاحسین کلي کې زيږیدلی دی.
د ښاغلي جلالي ټول ژوند د جهاد په سپیڅلې لاره او د خدای د دین په خدمت کې تېر شوی دی.
الحاج نورجلال جلالي په افغانستان د سره پوځ له تېرې راهیسې د اشغالګرو په وړاندې مبارزې ته رواتی او د لویدځ او ناټو ترماتې یې د دین او هیواد دفاع کړې ده. 
لومړنۍ زده کړې یې د خپل کلي په جومات او د قران کریم حفظ او تر لویې دورې پورې اسلامي تعلیمات یې د هجرت په دوران کې داسې مهال ترسره کړي چې کله به له مجهادینو سره په سنګر کې و او کله به د الله ددین د زده کړې په موخه د اسلامي تعلیماتو په حلقو کې ناست و.

د اسلامي امارت په را څرګندیدلو د اسلامي امارت په بېلابېلو جبهو کې یې په فراه او نیمروز ولایتونو کې د جهاد سپیڅلې مبارزه مخته وړله چې د یادو ولایتونو له فتحې وروسته یې د فراه د امنیت  د امر په توګه خپل رسمي مسؤلیت پيل کړ.
په ۱۳۷۶ لمریز کال د اسلامي امارت  په لاس د کابل له فتحې وروسته د اسلامي امارت د مشرتابه د باور له مخې د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال وټاکل شو. همداراز یې د خدمت دغه مزل د اسلامي امارت د لومړۍ دورې تر پای پورې د پکتیکا د والي په توګه وغځاوه.
 په افغانستان د امریکا د تيري د پيل په مهال او د اسلامي امارت د بیا راپورته کېدو په وخت تر ۲۰۰۳ زیږدیز کال پورې یې د اسلامي امارت له لوري د کنړ د والي او د اسلامي امارت د نظامي کمیسون د غړي په توګه خپل مسؤلیت ترسره کړی دی.
په ۲۰۰۳ زېږديز کال اشغالګرو امریکایانو ونیوه چې تر ۲۰۰۸ ز کال پورې یې د خپل ژوند ۵ کاله د بګرام په کرغېړن زندان کې د وطن ازادۍ ته نذرانه کړل.
له زندانه تر ازادیدو وروسته یې له ۲۰۰۹ ز کال څخه د اسلامي امارت د بري تر ورځې پورې د اسلامي امارت  د جنوبي حلقې د مرکزي کمیسون د مشر په توګه د مسؤلیت پیټي په اوږو کړی و.
همداراز د ازادۍ د لارې ددغه مزل په اوږدو کې د یو کال لپاره د ننګرهار د نظامي والي په توګه او د دوو کلونو لپاره د پکتیا د نظامي والي په توګه ټاکل شوی و.
دغه راز د اسلامي امارات د جهاد او مبارزې په وروستیو کلونو کې د اسلامي امارت د مرکزي نظامي کمیسون د مرستیال همداراز د اقتصادي کمیسون د سرپرست او په قطر کې د دوحې د مذاکراتو د غړي او د دوحې د دفتر د غړي په توګه لوی مسؤلیتونه ورسپارل شوي وو.
د اسلامي امارت د بري او دویمې دورې په راتګ د اسلامي امارت د عالي مقام د (۱) لومړۍ ګڼې او  ۱۴۴۳/۲/۱۵ نېټې فرمان پر بنسټ د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال و ټاکل شو چې تر څنګ یې د کورنیو چارو وزازت د کفیل په توګه خپله مقدسه دنده مخته وړي.