د کورنیو چارو سرپرست وزیر د کندهار ولایت له قومي مشرانو، متنفذینو او ځوانانو سره وکتل

د کورنیو چارو وزارت سرپرست جنرال عبدالستار میرزکوال د کندهار ولایت د امنیتي وضعیت د څرنګوالي په تړاو د یاد ولایت له قومي مشرانو، متنفذینو او ځوانانو سره وکتل.
جنرال عبدالستار میرزکوال د قومي مشرانو، متنفذینو او ځوانانو ستونزې واورېدې او د امنیت د ښه والي په برخه کې یې د دوی سلا مشورې ګټورې یادې کړې.
ښاغلي میرزکوال کندهار مېشتو ته ډاډ ورکړ چې ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه به یې د سر په بیه دفاع کوي او د امنیت د ټینګښت ډاډ یې ورکړ.